خلک وایی چی اختر دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57272
محمدالله ساپی
دخبریدو نیټه : 2013-10-14


 هر ما ښام په غم لړلی سور په وینو هر سهر دی
 خلک وایی چی اختر دی خلک وایی چی اختر دی
 نه په امن هدیری دی نه حوجره او نه منبر دی
 خلک وایی چی اختر دی خلک وایی چی اختر دی
 سور په وینو ټول هیواد دی پکی رنګ په رنګ فساد دی
 چی حق وایی وژل کیږی مجرم مست ګرځی آزاد دی

 د څو کسو به اختر وی نور وطن باندی محشر دی
 خلک وایی چی اختر دی خلک وایی چی اختر دی
 د مکتب ور تړل کیږی جرم ورځ په ورځ ډیریږی
 د څو کسو پاچایی ده حق حقدار ته نه رسیږی
 انصاف کډه کړی ورونو قام می وږی در په در دی
 خلک وایی چی اختر دی خلک وایی چی اختر دی

 چی وطن ټوټی ټوټی وی نه په امن کی مو شپی وی
 هر سړی پکی قاضی وی د هر چا چی محکمی وی
 نه انصاف نه عدالت وی ظالم ډیر زیات معتبر دی
 خلک وایی چی اختر دی خلک وایی چی اختر دی

 هره خوا لوټ ا و وحشت دی ژوند ټول دلته مصیبت دی
 غریب نور هم غریبیږی وخت د ظلم او ظلمت دی
 نو ساپیه په دی وخت کی چی ژوند بد نه هم بد تر دی
 خلک وایی چی اختر دی خلک وایی چی اختر دی