ګوره دازماطینت دئ
زېږندځای مې محبت دئ
دالوګرمې څومره ښکلی
اوسرخاب راته جنت دئ
دمزګین کلۍ چې ګورم
له جهانه لوړ قېمت دئ
دا مېوې یې مزدارې
په کې خوند اوهم لذت دئ
داوبوبندیې لاڅه کړې
چې جوړشوئ په صنعت دئ
دسلطان غریې له پاسه
داوبوښه منفعت دئ
پسرلی یې چې رایادکړم
دالله څه مرحمت دئ
له سرخابه که ورتېرشو
لوګرټول زېب و زینت دئ
که هرڅومره ویل وکړې
قلم پاتې له صفت دئ
احمدزیه!خلک یې ګوره
چې همه واړه غیرت دئ
نارو ۱۸/۱۰/۲۰۱۳