*چه بل موپه وطن کې دجنګ اورنه وی اختره*
*بس هلته دې نمانځوچه ظلم زورنه وی اختره*
*نه خوارې شی خورلڼې نه آفغانې میندی بورې**نه پلارپه ځوی غمجن شی نه بیبیانې شی سرتورې*
*دغم اوویرټغرموچیرته خورنه وی آختره*
*بس هلته دې نمانځوچه ظلم زورنه وی اختره*
*چه مینه وی وروری وی دښمنی ترمنځه نه وی**نه ویره وی نه کرکه بدبینی ترمنځه نه وی*
*بدۍ مویوتربله کورپه کورنه وی آختره*
*بس هلته دې نمانځوچه ظلم زورنه وی اختره*
*چه واک اختیارموخپل وی خوښ ازاد پکې اوسیږو**کورکلی ښاربیدیادخپل هیوادپګې اوسیږو*
*ژوندون په خپل وطن چه دپیغورنه وی آختره*
*بس هلته دې نمانځوچه ظلم زورنه وی اختره*
*نمانځودهومره نه څوشرغوبل وی دپردیو**تش لوبه آفغانی ، نیرنګ اوچل وی دپردیو*
*څومات مودظالم جابرغرورنه وی آختره*
*بس هلته دې نمانځوچه ظلم زورنه وی اختره*
*چه ورک مودښمنان کړل موږیوبل غاړه غاړۍ شوو**له کویټې، پیښوره ترکابل غاړه غاړۍ شوو*
*تقسیم چه په څوبرخودا لوی کورنه وی آختره*
*بس هلته دې نمانځوچه ظلم زورنه وی اختره*
*روهین به دې په وصف کې لیکم خواږه شعرونه**نثاربه کړم هرځل ستادقدم خواږه شعرونه*
*کندوی هغه سرچه پکې شورنه وی اختره*
* بس هلته دې نمانځوچه ظلم زورنه وی اختره*
جرمنی آوفن باخ 14.10.2013