چې دې څومره خورمه لا ډېرېږي غمه
ورځ په ورځ په ما باندې غمېږي غمه
کله کله د خانانو خوا ته ورشه
نه توبه ! ته خو هلته شرمېږي غمه
بېخې نه ختمېږي،بېخې نه درېږي
د يورپ باران غوندې اورېږي غمه
غم بې نیټې راځي دغه یو متل دی
د دې کلي پر سر تل چورلېږي غمه
ما ویل چې نو شپه ده سبا به شي اخر
ته لکه د تورې شپې تورېږي غمه
ړومبی زه ماشوم وم بیا ځوان شوم اوس زوړ یم
عجب کار دی ته هېڅ نه زړېږي غمه
احمدزی چې چېرته ځي ته هم هلته ځي
لکه سوری راسره ګرځېږي غمه