ژوند

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57325
سیف الرحمن(آشنا)رح
دخبریدو نیټه : 2013-10-19

   ژوند یــــــــوه جګــــــــړه ده کړاوونه پـــکې شـــــــته
 د انسان پوهـــــه کې ګوره چې بمونه پکې شته
 که دا جګــــــــــړه د زیار په نامه و کړو طبیعت ســــــره
 د مالیار بڼ ته و ګــــــوره سره ګلونه پکې شـــــته
 د ښکلا په معجزه که چیرته پوه شولی نو تعجب دی
 نــڅاګانې ګډاګانې ډیر سیلونه پـــــکې شـــــــــــــــته
 د لــــــمر ښــایست ته ګوره څومره ښکلې معجزه ده
 د زیـاتو ســــــــــــیارو هم طوافونه پکـــــــــې شته
 چې سترګو کې تاثیر وي نو پری ژوبل وی ډیر زړونه
 د بڼو په غشو ویشتي ډیر داغونه پکــــــــې شـــــــته
 که پوهه چیری سوق شی خطرناک کشف لـــــــــپاره
 د همدی پوهې په پایله طوفانونه پــــــــکې شـــــــتـه
 اتــــوم د نسانی پوهې مـحصول دی ورته ګــــــــــوره
 هـــم د ګټې او تاوان دواړه خویونه پکــــې شــــــــته
 د ښــایست جهان کې هم شته دغه دواړه صفتونـــــه
 بــریالۍ که چیرې مینه شي جامونه پکې شـــــــــــته
 یا ترې داسي مجنون جوړشي چې شهرت لري نړۍ کې
 د عـشق ډیرو ساحو کې زیات بابونه پــکې شـــــــته
 مقصـــــد زمــا د ژوند سره په کــلـکه کلک نبرد دی
 کـــه چیرې یي مغلوب کــړې غذابونه پـــکې شــــته
 ژوره فلسفه ده بی ساحله لــــــــوی دریاب دی
 ډیــــــری لــــــــــوړي ژورې هم غارونه پکې شته
 که تل هوښیاربیدارنه وي ژر ډوب به شې یو څاه کې
 لــه هر دم له هر قدم سره خــطرونه پکې شــــــــــته
 هـــم ښه ده او هم بده زمونږ ژوند دی په دا منځ کــې
 د ســـــــــــم فکر په پایله ښه کارونه پکې شــــــــــته
 کـــــــــــــــــه لږه بی غوري درځنې وشي تــباهي ده
(آشنا )که ژوند بلا شی ډیر غمونه پــــــــکې شــــته