كلـــه نا كلــه په اوربل كي ســــره ګلـــونه تړې
په چل دي پوه شوم جادوګرې تعويذونه تړې
زه دخوږمن زړګي دردويم له روزګاره ايستى
ته دي په سپينو پښو دزرو پايزيبونه تړې
بس كه زړګيه داتراوســه په لاس څـه درغلل
چي لا اخـــته يې ارمـــانـــو نــو ته وړخـــونه تړې
زلمى پښتون يم لــه غــــيــرته درته نه وايمه
چي ته مي ورځ اوته مي شپې ته مي خوبونه تړې
ولي دي نه راباندي كيږي رحم توره غمه
چي په شكېدلي كټ مي بندپربندبندونه تړې
توكل پرتا باور پرتا او هــــم لــــتانه طــمـــعه
بيشكــه خدايه! ته قــادر يې نصيبونه تړې
درنه فـــنا غــواړم فـــنا او هــم فـــنا او فـــنا
فاســـده خـــــيالــه ته سپــېڅلي الهـــامونه تړې