ـــــــــــــــــــــــــــ یو تصویر په اینې کې راښکاره شو
او بیا زه ورته د بوت غوندې ولاړ وم
تا به وی کنه، چې نه یمه، زه نه یم
خو زه نه ومه، زه خپل وجود نه لاړ وم
د وجود سیوری مې سور شو، لولپه شو
خو زه هغسې په ځمکه کې ورښخ وم
مړې وم به کنه، ندې وم، نو ولې ؟
زه که (زه) ومه په هر حالت کې خوښ وم
ته منکره وې، تا شونډې دواړه موم کړې
ما په چغو چغو ځان نه ژبه پرې کړه
یو تصویر خپلو رنګونو نه رابېل شو
یو تصویر د خپل انسان نه ژبه پرې کړه
ځه، خو هر څه چې وو، تاته خو مالوم دي
چې زه څه یمه، ته څه یې، تصویر څه دی
دا زمونږه وس تر کومه پورې رسي
مینه څه ده، نفرت څه دی، تقدیر څه دی
اوس ته ځه، چې اینې کې تصویر ورک شي
هسې چې تر فنا دواړه ساکن شو
هسې نه چې لمر، د خپل نقاب تر شا شي
هسې نه چې بې رڼا دواړه ساکن شو