خدایه (ج) څنګه رانه لاړله ځواني
په ځان پوه نشومه شوم شیخ فاني
په د نیا کښی ژوند کول د خوب لیدل دی
ځکه هر څوک ورنه د رومی ارماني
چا ویلی چی دا کور د خوشحالیو دی
ما ونه لیده دی کور کښی خوشحالي
بیهوده به په خپل مال دولت نازیږی
بقا نلری د دی د نیا یاري
ای ملګرو لږ توښه ځان سره واخلۍ
بل وطن ته مو سفر په تنهایی
ښی توښی سختو ځایو کښی پکاریږی
تورتمونه ختموی سپین سبایی
خلکو ویلی ما (روغوال) کله منله
په صورت می شوه حاکمه بوډایی