اوسي په تيارو كې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57408
محمدالله سابي
دخبریدو نیټه : 2013-10-25


 

 


 اوسي په تيارو كې دوې رڼا ته راوستل غواړي
 دا خلك پوهول غواړي دا خلك پوهول غواړي

 د علم په رڼا يې دا ذهنونه پاكول غواړي
 دا خلك پوهول غواړي دا خلك پوهول غواړي

 دوى ټول په تيارو كې دي لوى شوي ښه پوهيږم
 ډير زيات پرې زوريږم
 ددوې په دغه حال باندې كړيږمه درديږم
 ډير زيات پري زوريږم
 ددوې دا بد رسمونه اوس ددوې نه ختمول غواړي
 دا خلك پوهول غواړي دا خلك پوهول غواړي

 نه لاړل مكتب ته نه د دين نه ښه خبر شول
 ځكه در په در شول
 وګورې نړې ته دوې د هر چا نه بد تر شول
 ځكه در په در شول
 دوې د تمدن او مدنيت نــــــــــه خبــــــرول غواړي
 دا خلك پوهول غواړي دا خلك پوهول غواړي

 ټوپك ته دي خوشاله او قلم ته يې ملا ماته ده
 دا ګناه نو چاته ده
 هنر او كما ل نه لري ورانۍ پته هر چاته ده
 دا ګناه نو چاته ده
 دا ظلم او وحشت ددوې د خاورې نه ويستل غواړي
 دا خلك پوهول غواړي دا خلك پوهول غواړي

 پاڅيږۍ ملګرو دغه وران وطن آباد كړې
 ورك پكې فساد كړې
 راشې بې علمې په ضد شروع نوى جها دكړې
 ورك په كې فساد كړي
 وران وطن ساپيه اوس زموږ نه جوړول غواړي
 دا خلك پوهول غواړي دا خلك پوهول غواړې