مـرګ او ژوند دواړه اوسیږي په یو کــور کې
محــوه کیــږي خــاوري کیــږي پــه یو ګور کې
چې ژوند نه وي مرګ هم نشته که څوک ځیرشی
نه په پلار کــې چــا لیدلــی نه په مــور کې
خــاتمــه یــي ده یــوه پـــه یــو زمــان کــې
چې ژوند نه وي مرګ هم نشته په هیڅ لورکې
یــو پــه بــل کــې ننـــــوتــي عــــاشقــان دي
یــو عجیبه تــراژیــدي ده په دي ســور کــې
بــاروت خپــله شــي نابــود خپـل انفلاق کې
کـه چاودنه یي هم څومره وي په زور کې
د مــؤمین دوزخ اواز کـــــــې د ربــاب دی
هندو وایی ځـما جنت دی ټنګ ټکـور کــې
د یــــوه فکــــر نه بـــل فکــــر تـــه ولاړم
د ( اشنا) تر څنګ واړه دي ډیر په شور کې