- کليفورنيا - امريکا
۳۰ – اکتوبر ۲۰۱۳
خدايه زه دی ولی علم و معرفت سره اشنا کړم؟
لا علمۍ می خوشالی وه خو زه دی کتاب سره اشنا کړم
اوس کتاب سره می کار دی خپله درنه او د بل سپکه
د ګيدړ نه زمری جوړ کړم چی دی سياست سره اشنا کړم
چی يواځی د درواغو او ريا سره می کار وای
خدايه ولی دی رښتيا او حقيقت سره اشنا کړم؟
سروکار می د قاتل او د غاصبانو په کتار وای
خدايه ولی دی عاطف هم انصاف سره اشنا کړم؟
نه وجدان زما قاضی وای، نه می مغز کی قضاوت
خدايه ولی دی ضمير د قضاوت سره اشنا کړم؟
نه د حال، نه د ماضی او اسقبال په رمز خبر وای
خدايه ولی دی د پوهی د قدرت او خلاقت سره اشنا کړم؟
چاپلوسۍ کی يکه تاز وای هم مداح په مجلسونو دربارونو
يغ نيغ يم پيدا شوی زه دی ولی استغنا او شرافت سره اشنا کړم؟
"پاچا" څومره چی پوهيږی بس هغومره به کړيږی
داد پوهی برکت دی چی د انسانيت سره يی اشنا کړم