راته وبال ښکاری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57513
نوریه وهاب شلګری
دخبریدو نیټه : 2013-11-03

سترګی می  سوی ستړی د د یدن په ارمان کښی نن
فکر می قدم  وهی  د ستا په محلو کښی نن
روح  می بختوره  د بابا په  هد یره  ګرځی
خوار جسد می  خښ شو د پرد و په وطنو کښی نن
تللی می د زړه بلبل په خپل غزنی چکروهی
تش  کوګل  یم  پا ته دهجران په تورتمو کښی نن
هرقدم چی اخلم زه او خدای راته  وبال  ښکاری
ستړی  په  مزل  سومه  د نورو  په ملکو کښی نن
څنګه  به  د ژوند  ښکلا   و سینګا ر  وکړم؟
پا ته زه نوریه یم په څلورو د یوا لو  کښی  نن