غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57611
محیب الله ارمل
دخبریدو نیټه : 2013-11-15


ستــــوري د تيــــــارې له  پامه  نه  لوېږي
کـــه شـــي زرې، زرې له  پامه  نه  لوېږي

چې څومره هم له اور سره خواري وکړې
تودوخـــــــــه  د لمبې له  پامه  نه  لـوېږي

نن داسې يوه ډالۍ ټــوپک راوړې چـې
ژوندون  مو د ماشـې له  پامه  نه لوېږي

د هرچابه  هرڅه هېرشي په هر وخت کې
وصــــال د تلــــوســې له  پامه  نه  لوېږي

حاســـــدان به  ضـروري لار  درته  نيسي
قربانــي د يارانــــــې  له  پامه  نه  لوېږي

نن وي که  سبا وي  آرمــــــل لاړ  به  شي
مــرګ  هېڅ  د زمانې له  پامه  نه لوېږي

وردګ ــــ دراډيو تلوېزيون دفتر