وريځ دې شمه تالنده بريښنا دې په اسمان شم
راشم او په وچو،وچو شوڼډودې باران شم
څه سلګۍ،سلګۍ له اوښکو،اوښکودې تصويرکړمه
واه، واه نازک خياله فنکارۍ نه دې قربان شــم
چيرته مې وړې خدايږو ديارغمه ليونی دې کړم
لږڅه خو مې پريږده چې په فکر دخپل ځان شــم
زه خوملغرېن يمه دانې،دانې راټول مې کړه
هله به تڼۍ ستا د ريښې ،ريښې ګريوان شــم
ماته په فطرت کې خدای همدغه خوي راکړی دی
ته چې راته جان وايې زه څو ځــله جانان شــم
ما ( ارين ) خوستا په نامه ياره لفظ مات کړی دی
څنګ چې مې نوم واخلې په خوله سم درته ګويان شـم