په اوسنۍ زمانه کې ټول د کمپیوتر له شا او د کمپیوټر له حافظی،دماغه او د انټر نیت، فیسبوک او ماشیني ښکلاو څخه په ډیر حسرت غږیږي . نن د خلکو یوه لویه برخه د کمپیوټر له عقل څخه څیړنې کوي . او خپل د یوې ورځنۍ کار څخه وروسته تر هغو د بل کار توان نلري تر څو یو د قهوې یو غوړپ تر ستوني تیر نکړي . د عقلی او عصبی او ارواح پوهنی د پوهانو په نظر انسان کله چې کار کوي هر ډول کار چې وي دماغی او که فیزیکی د هغه تر څنګ یو اندازه استراحت ته هم اړتیا لري . مګر داسی انسانان شته چې پرته د ستړیا د احساس څخه په ساعتنو اونیو او میاشتو کار کوي او دا هغه انسانان دي چې په دوغومره کارونو سره سره د دوی د ستړیا اوسیلۍ د چا غوږ ته نه ورځي .
نن همدغه زمانې هغه انسانان هیر کړي چې د هغو احساس د سباوون د پستې وږمې په څیر پاکې د هغوی زړونه د ځلاندو ډیو په څیر بلې او تل روښانې د هغو د تفکر لمنه د سمندر په ځیر وسیع او بې سارې د هغو دماغ او عقل د کائناتو د لمن په څیر له اسرارو ډکې او د هغو ارادې د غرونو په څیر هسکې او د هغو پاکي او ریښتنولي د ماشوم د سا په څیر سپیڅلې وې .
هو یو له دغو انسانو څخه یو هم د هیواد یو لوی ادیب، لیکوال،شاعر،ژورنالیست او سیاسی څیره مرحوم امین الله افغانپور وه چې لا تروسه یې د داستانی آثارو مینه وال په پښتو ژبې کې شته او حتی د سرحد هغه خوا کې هم خپل مینه وال لري . او په زر هاو مقالې او کیسې یې د هیواد په ورځپاڼو او مجلو کې شته او یو شمیر نور آثار یې هم د نړۍ په ژوندیو ژبو اړول شوي .
یو اولاد ته له پلارڅخه څو ارزښتمند شیان په ارث پاتې کیږي نوم ، کسب ، خواص او د هغه خاطرات نوم خو یې را پاتې دۍ خو په خواشینۍ و وایم چې ډیرې هلې ځلې مې وکړې تر څو خپل د پلار کسب زده کړم خو د دنیا او د ژوند ناخوالو دومره راګیر کړم چې پرته له پیسو ، خوراک او پوښاک مو د بل څه په هکله د سوچ مجال نه درلوده . خواص یې مات نه ښکاري چې آیا د هغه کوم خواص زما په وجود کې شته او که نه ؟
مګر زما د ژوند هره لمحه د هغه سر یوه خاطره وه او دغه چې زه لا تراوسه ژوندۍ پاتې یم یو له هغو خاطراتو څخه ده . د لمړي ځل لپاره مې کله چې لیکوالي سره مینه پیدا شوه یو څه مې لیکلي وه او ورڅخه غوښتنه مې وکړه چې که زما لیکنه له نظره تیره کړي تر څو زه مې په نیمګړتیاوو پوه شوم د دې سره سره چې په هغه وختونو کې یې ډیر زیات کارونه درلوده او د کارونو او مسؤلیتونو یو لوی پیټۍ یې پر اوږو پروت وه زما دغه هیله یې بې ځوابه پرې نښودله او شاباسۍ هم راکړ ه او له دغه سره سره یې را څخه هیله وکړ چې زما لا ر مه تعقیبوه . ما یوه موده له دغه کارو لاس اخیستۍ وه . ځکه هغه وخت زه ځلمۍ وم او ده ځلمیتوب په مستیو کې ډوب . تر هغه دمه چې په هیواد کې ناخوالې ، خپل منځي جګړې او د زور او زرو د حکومتونو لړۍ پیلې شوې . او زه په داسې حال کې وم چې زړه مې د جاهلو ، ظالمو ، قصي او بې معرفتو انسانانو له ظلم او ستم څخه په چاودلو رسیدلۍ وه . یوه ورځ په داسې حال کې چې اوښکې مې بهیدلې په لیکلو مې پیل وګړ او د خپل د هندسې په کتابچې شپږ مخه یو دری ادبي طرحه ولیکله زړه مې لږ سپک شو او ورغلم او ورڅخه بیا غوښتنه وکړه چې زما لیکنه وګوري . بیا هم په لیکلو بوخت وه او راڅخه یې هیله وکړه ترڅو پر میز باندې یې کیږدم . وروسته له یوه ساعته په داسې حال کې چي زما لیکنه یې په لاس کې وه کوټې ته را ننوته او و یې پوښتل : دا تا لیکلې ؟ ما وویل : هو بیا یې شاباسۍ راکړ او بیا یې هم هغه خبر وکړه : زما لار مه تعقیبوه .
زه په دغه خبرې پوهیدلم چې هغه ولې نه غواړي چي زه د هغه لاره تعقیب کړم . هغه ما ته هوساینه او خوښي غوښتله . هغه خپل د وړکتوب، ځلمیتوب او ځوانۍ کیسې ماته کړې وې خپل د کورنۍ د ناتوانیو،غربت او فقر په هکله دا چې په څه ډول به یې ځان ته کالي موندل په وږي ڼس به ښونځي ته تله مزدوري به یې کوله پرته له دې چې مزدوري خپله واخلي . هغه به یې پر مور سپارلې . ډیرو مجالسو ته به نه ته ځکه مناسب لباس به یې نه درلوده . د سیاسی مبارزتو په دوران کې د حکامو له خوا څومره چي دۍ تحقیر او توهین شوۍ وه . د ټولو کیسې راته کړې وې .
نن یو ډله خلک په مغالطه کې دي او د ثور انقلاب مبارزینو ته (کمونیستان ) وایې په داسې حال کې چې دغه کمونیستان نه بلکه د حاکمې طبقې له خوا د ټولنې هغه هیره شوې برخه وه چې خپل د بقا لپاره یې مبارزه کوله . او زه په ډیر افتخار او سر لوړۍ وایم چې زما پلار یو له هم دغو مبارزینو څخه وه او نه یوازې ځان لپاره بلکه د ټولې ټولنې لپاره مبارزه کوله . او هم هغسې چې نن د مرحوم امین الله افغانپور څخه پرته له یو دوه رسنیو چا یاد و نکړ هم هغسې د دغو مبارزینو چا یاد و نکړ چې دوی څوک وه او د څه لپاره یې مبارزه وکړه او انقلاب یې پر پښو ودروه .
کله چې زه د ژوند د ناخوالو سره مخامخ شوم نو راته پته ولګیدله چې زما پلار په خپلو داستانونو کې د چا او څنګه تصویرونه انځورول . او په دغه کار کې خدای تعالی ورته د پامیر په عظمت یو بې سارې انرژي او حوصله ورکړې وه . زه د هغه حمت او انرژي ته حیران وم چې څوک په وږې ڼس کار نشي کولۍ او ده به په ساعتونو ساعتونو لیکنه کوله . یوار زموږ کور ته یو فرانسوی خبریال راغلۍ وه البته د جنګونو او بمباریو په ورځ کې چې د ۷۶ میلی متره توپونو او اوراګان مرمۍ زموږ د کور له سره تیریدلې خبریال ورڅخه و پوښتل افغانان له جګړې څخه ډیر سر ټکوي جګړه په لبنان او فلسطین کې هم ده هغوي ولې دومره عادي مبارزه کوي ؟
مرحوم افغانپور صاحب ورته و ویل یو لبنانۍ او یو فلسطینۍ که سهار یو ګیلاس شودې ونه څښي ټول ورځ کار نشي کولۍ حال دا چې یو افغان په وږي ڼس له کوره وځي او امید هم نلري چې کور ته ژوندۍ را ستنیږي او که نه .
هغه تل د دې هیواد خلکو ته هوساینه او آرام ژوند غوښته او څنګه چې له آثارو یې ښکاره دي هغه تل د افغانستان د ډیرو بی وځلو او لاچارو او غریبو خلکو د ژوند هنداره وه ترڅو چې مرګ په خپلو منګولو کې راګیر کړ او د قصاص وادۍ ته یې کشاوه د خپل د وطن او د وطن د خلکو د حال څخه غافل نه وه او تر آخرې شیبې سره له دې چې سخت ناروغه وه ځان یې ناروغۍ ته تسلیم نکړ او په بستر کې پرې نه ووت .
ما ډیر آرمان درلوده چې کله په افغانستان کې آرامی راشي او یو وار د رسنیو د آزادی په وخت کې زما د مرحوم پلار امین الله افغانپور څخه په یو تلویزیونی مرکه کې څوک دغه پوښتنه وکړي چې افغانپور صاحب تاسو کله او څنګه پر لیکوالي پیل وکړ ؟ خو دغه آرمان لکه آرمان پاتې شو لکه څنګه چې د دری او پښتو ادب شاعر،لیکوال او څیړونکۍ استاد سلیمان لایق په شعر کې راغلي :
مړشو افغانپور خو آرمانونه یې لا پاتی دي
زما پر سوي زړه باندې داغونه یې لا پاتی دي
موږ وې په یو ګډ سفر به ځو د جانان لوري ته
دی یواځي ووت ، میثاقونه یې لا پاتې دي
ما وې خپل عیبونه به شمیرم د د هنداره کې
هَی ؛ څه نا اخیستي تصویرونه یې لا پاتې دي
مرک یاغي بیړۍ شوه ، مست ماڼو څپو ته ننووت
زموږ په سره ساحل ، د پښو پلونه یې لا پاتې دي
څوک وایي امین تش لاس د ژوند له ښاره کډه شو ؟
شخړه یې ژوندۍ ده ، مورچلونه یې لا پاتې دي
( سلیمان لایق )
د ژوند په ورستیو ورځو کې یو وار کله چې ما د سپورټ په یوه سیالیو دوهم مقام تر لاسه کړۍ وه پلار مې نا څاپه زما د مسابقې لیدلو ته راغلۍ وه زه ډیر خپه وم زما سر پورې راغۍ او راته یې وویل :
زوې جانه دومره ژر تسلیم شوې ؟
دومره ژر مایوسه شوې ؟
پاڅه ! دغه د یوې دوې ورځې مبارزه نده تر هغو به ادامه ورکوې تر څو چې وې ګټي .
سره له دې چې هغه ما ته ویل چې زما لار مه تعقیبوه مګر د ژوند په هغه ورستیو ورځو کې یې زه خپلې لار او خپلې مبارزې ته را و بللم هم هغه خبر مې لا تر اوسه په غوږ کې ده او د ژوند د ناخوالو او سختیو سره مبارزه کوم مبارزه کوم او بیا هم مبارزه کوم تر څو چې مرګ مې په خپل غیږه کې را ټینګ کړي او راته ووایې نور بس دۍ بس دۍ بس دۍ ................