هــــــريوزړ ه چي درد په وير دکربلاکه
منـــــــور دي خدائ په دين اوپه دنياکه
(۱):چي له ميني دحسينه بهره مندوي
هـــــغه زړونه نن هم وير اوهم ژړا که
(۲):کـــــــــــربلا دهداياتو پوهنتون دئ
هرغافل ددغـــه درس به ځان رسوا که
(۳):هرسړي چي ايماندار وي دا به وايي
هريزيد اويزيدان دي خدائ تباه که
(۴):نن هم بيا ديزيدانو شورماشور دئ
خدائ دي بيا موږته حسين راپيداکه
(۵):اوس هم ډېرديزيدانوثناخوان دی
خدائ دي تنګه پردوئ دا ارض و سماکه
(۶):چي پرکومه لار کاروان دکربلاتلَيْ
هــــــغه لار دځـــــــــــان دپاره مقتداکه
(۷):په قيامت چي را حاضرسو شاه حسينه!
ابوالفضل هم غلام ستاددرګاه که.