که له بدو هم بدتره پښتانه شي
تا به پېژني که هر څومره ړانده شي
دستا کور ته رڼا ما دروړه رقيبه
اوس ډېوه وژنې زما چې کور تياره شي
ځي شپېلۍ وهي رمې پيايي په غره کې
لاس يې مه تړه دوی پرېږده چې خواره شي
جل وهلي انتظار دي سوځولي
ګلان پرېږده چې باران باندې لامده شي
اباسين به يې مهار نه کړې هيڅکله
پښتانه که په اټک کې هم ټول مړه شي