چــی رانغلـــی بی دیـدنه رانه لاړی
تاپـــسی می وکتـلی سمی، شـــاړی
ستاپه هجـــرکی مـــدام په ژړاسریم
راته اوښـــکی توی سـترګی می دواړی
لوندګــریوان می په نصیب دی رسیدلی
زړه چی ژاړی اوبخورهم رانه غــواړی
زړه مي ســوی ستا دمینی په لمـــبوکی
ستا دیدن چی ورته یادکړم ډیرپری ویاړی
چی په کـــومه لاره لاړی نه پوهیــږم
مرګی وخـــوړلی دنګی دنګی غـــاړی
ته چی ولاړی بیادهیـــڅ احــوال رانغی
(پټـانزی)خو هـــره ورځ درپسی ژاړی
۱۳۹۲/۹/۴
هرات ښار،ټانګ مولوی