زما د سپینې خولګۍ یاره وایه څنګه به شي
بیا درته راغلم بې ریباره، وایه څنګه به شي
د جینکو درباندې بیا جوړ شوی شر او شور دی
د بر ګودر شینکی چناره، وایه څنګه به شي
منم په ناز د لویه کړې وه د ګلو په څیر
د نازولې جینۍ پلاره، وایه څنګه به شي
بیا مې په خپل زړګی جانانه جواري کړیده
تاته مې در کړ بې اختیاره، وایه څنګه به شي
چا راته ویل د باور ندي دا د ښار جینکۍ
زما زړګیه نا قراره، وایه څنګه به شي
که راځې راشه درته دوه سترګې څلور مې شولې
نور د کړم ستړی انتظاره، وایه څنګه به شي
چې نه د وړی نه غوزوی شمه په نیمه لار کې
راپه اوږو د بنګرو باره، وایه څنګه به شي