وینې هغه ويـنــې دزړونـو چــې بهـېـږينه
لاله دزړه غــوټــۍ لـه تورداغه ځورېږينه
څـه ډکې پـیـالې چپه شولې د ګرموزړونو
ماته چې دزړه ښيښه شې چېرې جوړېږينه
نازکو زړو سره څـه کوئ شیـطـاني لـوبې
شیطاني لـوبـوتــه شیطان زړه خوشالېږينه
پټې چې سترگي له دنیا شي نورڅه ده دنـیا
مینــې ښـکلاده چــې یـادونــوکــې پـاېږینه
مغروره مه ځه په هغه لارچې وینې بیخار
په نیل که برابرشــــې بیا څنګه تېريږ ینه
دانسانیت مـــه ټـــولـــوه لمــن دنــیا پســې
دنیاپه غــم ډېـرد قارون په شان غرقېږینه
مه وینځئ علم ومعرفت توره په وینوسـرو
علم خزانه د ښــکلا زړونــه پرې ډکېږینه
بند چې زړه شي یوار تـوروزلفوټالونـوکې
په ښــکلا میــن زړګـی بیـا کله صبریږیته
راځئ چې مین په ښکلوښکلاشو د روزګار
پــه ناغــېـړو دین او دنــیا کلــه جوړېږینه
صبورغواړي یولاس وپه زړونوراشي مینه
بې له عشق کله سم معشوق اوربل رغېږينه