په خپل عقل انسان کله شي کولی
چې پرې ذات د پاک اله یې پېژندلی
د ده فهم دی عاجــز ددغــه کــاره
رڼا یي د لمر ړانــده نشي لیدلی
په قدرت یې یو څه پوهه حاصلیږي
نور ددغه حد نه وړاندې نشي تللی
حیوان کله پېــژندلی شــي انسان
کاڼي بوټی تــرېنه هم دی ناتــوان
د انسان په حقیقت کله خبــر دی
نــاتــوان ددغــه کــاره ځنــا ور دی
موجودیت یې قدرتونو کې څرګند دی
(اشنا)دا زموږ له پاره غوره پند دی