بېله شکه مري انسان چي په هــررازسي
که دکام پرنامه مــري شهید سردارسي
نه پایي مــري انسان چي په هــررازسي
چي ډارن مـري نوټول ځني بېزار سي
ټــول به مـري انسان چي په هــررازسي
نامتــونه مــري نومې پاته اودلـدار سي
په څرګنده مري انسان چي په هررازسي
دلاسپـوڅي مـړی ورک اوبې آواز سي
مطلق به مـري انسان چي په هــررازسي
ښه هغه چي دټولوزړونه پسې لاړ سي
خامخا به مـري انسان چي په هـررازسي
فکرکا چي څنګه پناه ته سړی لاړ سي