په لپو لپو اوښکی تویومه زه
نه صبریږی زړه، هر څو صبرومه زه
څه تری جوړ نه شو په لوګیدو باندی
دا دی زړه په اور اوس غرغرومه زه
ژوندونه دا څه ټوکی دی په ما اوکړلی
چی هر وخت پکی ځان ژاړومه زه
د لاری ازغی خو به کله ګلونه جوړ شی
هسی په دی تمه ځان غولومه زه
خدای خبر له کومه یی شورو کړم
دومره زړه زخمونه به څنګه ګنډمه زه
بی شمیره زخمونه می په زړه کی دی
دی سمندر کی ځان خپل ډوبومه زه
فقط سستا د یوی مسکا په تمه
احمده دا نیمګړی ژوند تیرومه زه