له بده مرغه له هېواد څخه دننه هره ورځ د ګران افغانستان د تاریخي هویت او د افغانستان د خلکو د پیوستون د مخالفانو د وطني ضد دسیسو د لړیو نوی نوی خبرونه ترموږ هم رارسیږي .
ترټولو بدمرغي دا ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ،د اسلامي پارلمان او د اسلامي اطلاعاتو او کلتور وزارت او د اسلامي لویې څارنوالۍ په اصطلاح مجاهد مشران او ځینې غړي د افغانانو له تزکرې د اسلام د مقدس دین نوم وباسي په داسې حال کې چې همدغه د افغان او افغانستان له برکته غټ نسي سود خواره دلته افغانستان کې د اعتبار او هویت خاوندان شوي او اوس دا دی دغه افغان دښمنه کړۍ د افغانانو له تزکرو د افغان نوم هم وباسي ، نو دا زموږ په اند او ګروهه نه مسلمانان دي او نه افغانان چې موږ د هغوي دغه شان بې ساری افغاني ضد دسیسه په کلکه غندو
بله بدمرغي د ا ده چې هلته دننه په افغانستان کې او یادلته له هیواد نه بهر که کومه ملي رسنۍ یا کوم مرکز او ټولنه او یا کوم شخص د دغو افغان دښمنه عناصرو دغه شان اعمال غندي بیانو یا ورته د متعصب ، تفرقه انداز ، فاشیست ،او برتري طلب خطاب کیږي او په پارلمان کې ناست ځینې په زړه کافر ،نا افغانه او نا مسلمانه کړۍ د خپل ملګري رهین او الکو صیب په ملاتړ پر دغو ملي رسنیو ، افرادو او یا ټولنو برید کوي او هڅه کوي د هغوی غږ په ستوني کې وچ کړي .ددې خبرې څرګنده بېلګه پر ژوندون تلویزیون په پرله پسې توګه ددغو پرديپالو بریدونه او د ژوندون پر تلویزیون او د هغه پر موسس او مشر ښاغلي اسماعیل یون د بې ځایه او بې بنسټه تورونو لګول دي چې ان ددغه تلویزیون د خپرونو د ځنډولو پرېکړه یې هم کړې .
موږ په داسې حال کې چې د افغانانو له برېښنایي تزکرو څخه د ( اسلام )او (افغان) د کلمو لرې کول په کلکه غندو ، ورسره جوخت پر ژوندون تلویزیون او د هغو په چارواکو د بې بنسټه تورونو لګول هم په کلکه غندو او په دې توګه دلته په ډنمارک او د اروپا په یوشمېر نورو هېوادونو کې د خپلو ملګرو او یو شمېر نورو افغانانو په استازیتوب له ژوندون تلویزیون او د هغه له مشر ملي شخصیت ښاغلي محمد اسماعیل یون څخه خپل د زړه له کومې ملاتړ اعلانوو .
ومن الله توفیق
د خپلواکۍ له فرهنګي مرکز څخه