۱۲/۹/۱۳۹۲هـ ل- د علومو اکاډمۍ تالار ، د ارواښاد عبدالروف بېنوا د زوکړې د سلم تلين په مناسبت غونډې په جريان کې:
ستا په قال کې زما د حال خبرې
ستا په حال کې زما د قال خبرې
ستا په زانګو کې بېنوا زانګي
زما د ورځې زما د کال خبرې
د تاريخ، ادب، سياست په ډګر
تا رښتيا پريښي د خيال خبرې
خيال کې سمبول زه د رښتيا وينم
په سور شال کې د بلال خبرې
وايي په حکمت راته حل لارې
ستا سياست او يا د ډال خبرې
«د غنمو وږی» درمندونه
راوړي ماته د سږ کال خبرې
غلی بدلوي د زمانې رنګ
ستا ويناوې د جلال خبرې
د پرمختګ لوري ته زانګي ستا
د ګودر او پېغلو ټال خبرې
ناظم وياړي په خدمت د بېنوا
ټول رمزونه د شين خال خبرې