غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57979
مصطفی ارین
دخبریدو نیټه : 2013-12-18


 خمار دې راته مات نه کړو نشې نه دې هم وويستم
 نه سم دې قلندر کړم قصيدې نه دې هم وويســـــتم
 اې عشقه زوره وره خدای لپاره وايه څلــه
 کعبې نه دې ويستلې ميکدې نه دې هم وويستم
 دې سيمه کې خو زما ملنګتوب هم تاواني نه کړې
 دې سيمې نه دې وويستم کوڅې نه دې هم وويستم
 نه ته د حمـــاســونه ډکه ، ډکــه شــيرينۍ شــوې
 نه زه دې مومن خان کړم د قيصې نه دې هم وويستم
 باڼه خو وې هغه چې نزرانې ته دې لوګي شول
 بدرنګ دې کړم د ښکلو قافلې نه دې هم وويستم
 زه پوه نه وم چې خوږ نظر به هم دومره اثر کړي
 کوډګر دې کړم دسترګو دآيرې نه دې هم وويستم
 په خدای ستا د بدرنګ ښار د کوڅې فتنې مجبور کړم
 د خړ غوندې خيبر له جزيرې نه دې هم وويستم
 که نه آرين د چا د زوره کله ويريدلی دی
 قسمته چې د خپلې محلې نه دې هم وويستم