مودې وشوې جانانه ته راځې که نه راځې
نور شومه زه ستومانه ته راځې که نه راځې
دستور د زمانې ده ماتوه یې پروا مکړه
بیا زه نه شم پښیمانه ته راځې که نه راځې
بیګاه مې خوب لیده، د سر پړونی د باد یوسي
زه یم درته پرېشانه ته راځې که نه راځې
دا ښار اوس سره لمبه ده، پکې هر خوا جنازې
شوه مینه ډېره ګرانه، ته راځې که نه راځې
ما ونیوه له زنې خوله په خوله شوم ورسره
شوم وروسته پښیمانه، ته راځې که نه راځې
دوی سترګې مې څلور شولې داستا په انتظار
داڅه شولې پیمانه ته راځې که نه راځې
2013-04-