څومره ښکلی څومره ښه زما قسمت دی
چې دا خړ وطن مې ښکلی تر جنت دی
چې يې شا وي پرې ګوزار کولای نه شم
نه ناځوان نه نامردي زما عادت دی
قاتل وبخښم چې وېرې نه مسکی شي
بس دغه زما پښتو زما غيرت دی
بيټ نيکه لکه چې هم و ګرځولی
چې ټوپک زما فطرت زما خصلت دی
لاس دې راکړه ګنې وروره تبا کېږو
زما تا ته او ستا ما ته ضرورت دی
غليمان دې دېوالونه ترې چاپېر کړي
تر اټکه يو وطن دی يو ملت دی