غم که په لر غم که په بر پرېووځي
زما پر کور زما پر در پرېووځي
هسې به ستړی شې شمله مه وله
په ساده غشو کله غر پرېووځي
اوښکې مې شر وهي له سترګو څاڅي
چې مې په حال د قام نظر پرېووځي
زه خپل وجود ته اوس حيران پاتې يم
راځي بلا زما پر سر پرېووځي
دا لېونی اجمل پالنګ نه غواړي
د اټک خاورو کې اکثر پرېووځي