نوم د افغان نه مي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58068
محمد حامد الوتاند
دخبریدو نیټه : 2013-12-26


 

 نن چې افغان او مسلمان نه مني
     صبا بيا دوی افغانستان نه مني
 دوی دي پردي دا بې هویته خلک
    څوک چې پاک نوم نن د افغان نه مني
 دا پردي پاله اجنبي دي واړه
     چې اوس زما نوم او نشان نه مني
 زما په شورا او په جرګو کې څه کړي
    چې زما هویت دا لوچکان نه مني
 د پلار نیکه مذهب هویت ای خلکو
    دا په ریښتیا چې حرامیان نه مني
 څوک چې مې کور کې کوره کي جوړوې
 حامده دوی څوک په هېڅ شان نه مني

  د ۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۳مه