د جدي شپـــــــــــــږمه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58080
محمدانعام واک
دخبریدو نیټه : 2013-12-27

(یوه نه هېرېدونکې خاطره)

- مورې!
مور ټکان وخوړ، له خوبه را پاڅېده :
- لیلا ورسېدو؟ بغلان دی!؟
 لیلا په خپل سیټ کې په شا لاړه :
- بغلان وایې مورې، خنجان کې یو!
- خنجان!؟
- هو مورې!
- خیریت خودی!؟
 لیلا کتل له بس نه د باندې، خو غږېدله له مور سره :
- مورې د چیشي خیریت دی!؟
 مور بلقیس اریانه پاتې شوه :
- لیلا!؟
 لیلا بیا هم د باندې کتل :
- مورې ته ګوره!
مور سترګې و غړولې :
- لیلا څه وایې!؟
- مورې شورویانو خو، رښتیا هم، افغانستان لاندې کړ!
بلقیس پخپل سیټ کې نېغه شوه :
- پاکه پروردیګاره! دا ټانکونه!
لیلا پخپله ښي خوا مور ته ور وړاندې شوه :
- مورې، وطن یې په سر نیولی! ټانکونه، زره پوشونه، محاربوي ماشینونه ...
بلقیس په خپله کیڼه خوا تاوه شوه، له ښیښې نه یې د باندې وکتل :
- توبه خدایه، توبه! ته دې شنو سترګو اسکروته ګوره! ډکۍ ډکۍ لارۍ! پاکه پروردیګاره پرده مو وکړې!
لیلا مور ته ور وړاندې شوه :
- مورې جیپان ګوره! منصبدار پکې دي، ګوره، ګوره! د افغانستان نقشې ورسره دي، مورې!
- رښتیا وایې! لیلا رښتیا وایې!
بلقیس لیلا ته پخپله کيڼه خوا وراتاوه شوه :
- لیلا، نه ډز، نه ډوز! را روان دي!
لیلا مور ته اریانه پاتې شوه :
- مورې! دا څه وایې!؟
- ولې لیلا!؟ سمه خبره کوم!
- افغان پوځ خو مورې، د کمونستانو په لاس کې دی!
- د بلقیس سترګې را ټولې شوې :
- دا څه کیې لیلا!؟
- مورې، د افغانستان پوځ نه، عام خلک به ډزې پې وکي! ته لږ صبر وکه!
بلقیس لیلا ته، په سترګو سترګو کې، ور وکتل . لیلا خوله مورته ور وړاندې کړه، کړل یې مور ته، لاس یې ونیو د سالنګ ګړنګونو ته :
- مورې، خدای لوی دی، واورې به ډېرې ژر ویلې شي!
د بلقیس سر، د لیلا خبره یې، ته به وایې، زړه ته نه لوېدله، په کراره کراره لاړ راغی :
- خدای لوی دی!
- مورې، له سمندر نه ... پلار مې ویلې ... ښه مې په یاد مې دي ... د سالنګ دا درې زره درې سوه دري شپېته متره جیګ تونل!
د بلقیس سترګې، د لور خبرې ته، را ټولې شوې :
- هو لیلا په یاد مې دي؛ هو، هو ښه مې په یاد دي!
- کنه!
- هو لورې پلار دې همدغسې خبرې کولې، سمندر ټیت دی، کابل جیګ دی... سالنګ جیګ دی ...
لیلا د مور غوږ ته خوله ور وړاندې کړه :
- دا جیوستراتېژیکه لاره!
د بلقیس سترګې، د لیلا له جیو ستراتېژیکې سره، را ټولې د تندي ګونځې سره ورغلې، پویه نشوه... لیلا د مور په غوږ کې وپسېدله :
- مورې د سیمې ډېره مهمه لار!
د بلقیسن سر ټیټ بیا جیګ شو :
- اهه!
- له منځنۍ آسیا نه مورې، د هند سمندر ته د ورښکته کېدلو لار!
بلقیس په خبره پویه شوه، لیلا ته وپسېدله :
- هغه د پلار خبره دې بچی!
لیلا د مور خبره ونیوله :
- اومورې، د پلار خبره مې! د سالنګ لارې، پلار مې ویلې، د کابل او شوروي د ترمنځ درې ورځنی سفر څو ساعتونو ته را لنډ کړ!
لیلا مور ته څه خبره کوله، خو د لیلا دوی له مخکیني سیټ نه، د ناستې سپرلۍ، زړې ښځې، کړیکې جیګې شوې :
- د خدای پار دی! کاپر راغلل! کاپر راغلل!
- مورې چپ شه! ټول یې ګوري! چپ! چپ!
- دا څه کیې میرکیه، څنګه چپ شم!؟
- ادې!!!
زړې بله کړیکه وکړه:
- ورته ګورئ لا!
میرکي د مور زنې ته لاس ور وړ :
- ادې!
ادې بله کړیکه وکړه :
- جهاد پرض شو! او بوسولمانانو جهاد پرض شو!
میره کي د مور خولې ته لاس ور وړ، خپړه یې د مور په خوله کېښوده :
- مورې د خدای روی وګوره!
مور، د خدای له روی سره، پخپل سیټ کې، د ښیښې خوا ته، په شا ولوېده!
لیلا پاڅېده، له زړې ښځې سره، د مرستې لپاره، مخکیني سیټ ته لاړه؛ میرکی د بس په منځ منځ کوڅه کې اریان دریان ودرېد... لیلا لا ناسته نه وه، کړل یې، په جیګ آواز، میره کي ته، خو اورولې یې د نژدې سیټونو سپرلۍ :
- افغانستان داسې مړۍ نه ده چې د چا له ستوني دې تېره شي!
د لیلا زړه، له ستوني سره، وران، وران شو... نژدې سپرلۍ د لیلا خبرې ته نېغې شوې . د میره کي زړه، د لیلا وران زړه ته، ته به وایې بوټ را ووت، خلاصه خوله په شا لاړ :
- ښه!
لیلا خپل زړه را ټول کړ، میره کي ته موسکۍ شوه :
- هو وروره!
بلقیس په خبره کې ولوېده، میره کي ته ور تاوه شوه :
- د ځوانیمرګ بریالي زوی په ځای مې یې، کېنه!
میرکي زړه و نکړ :
- بېشکه مورې! خدای دې پرده وکه!
بلقیس بیا هم میره کي ته کړل :
- کېنه بچی، کېنه!
میره کی بیا هم کېنناست، په مات مخ یې بلقیس ته کړل :
- مورې خدای دې پرده وکه!
میره کي لیلا ته لاس ونیو :
- خدای مې دې د خور پرده هم وکي!
بلقیس لاس ونیو، له بس نه د باندې، شوروي کتار ته، کړل یې میره کي ته :
- بچی، خدای دې د وطن د ټولو تور سرو پرده وکړي!
- آمین مورې! آمین!
له آمین سره، د سړک کیڼې خوا ته، لږ وړاندې، د بازار په منځنۍ برخه کې، یوه بردم دوه زره پوش د نسوارو د هټۍ په خوله کې، د خلکو په را ټوله ډلګۍ باندې، هسې یې د هغوی د ډارولو په نښه، هوایي باټ وچلاوه ... ډلګۍ تیت و پرک شوه ...
د لیلا دوی د ۳۰۳ بنز بس سپرلۍ ټولې نېغې شوې ... لیلا مسکۍ شوه، په شا ور تاوه شوه، په مانادار انداز یې مور، بلقیس، ته ور وکتل ...


 ناروې