{ داشعر په دوه کالو کې بېګا بشپړ شو/ 2013-- -2014 }
دلته تل شور وي زموږ خلک خاموشي نه مني
بې بغاوته بې له مرګه زندګي نه مني
دا جنګيالي خو زياتي عشق کې تر جنونه تللي
د خدای کتاب نه مني عذر او زاري نه مني
يو پر کمر باندې ولاړ دی بل يې بېخ نړوي
خپله مني دبل خبر دا لېوني نه مني
بې زوره قوم دی پښتون خو زورور نه مني
بس يو څښتن مني بنده ته بندګي نه مني
پردی ټوپک د بل دپاره په اوږه ګرځوي
په خپلواکۍ باندې مين دی غلامي نه مني
څنګه ماتم په دې ولس باندې تېر شوی دی چې
غرونه يې ټول سپېره سپېره دي او سپرلي نه مني
دا روايات بېخي بدل شول او که زه اټکه
اوس ننواتې اوس جرګه هم دا سړي نه مني