ستاره خورته ډالۍ کم چي ورڅخه خپل خاوند پزه او شونډ پري کړل په هرات ولايت کي.
دمظلومي افغان لورې!
ستادردونوته لوگى شم
هره څړيکه هرپـــرهـرته
سپلنى بــيا سپلنى شم
ستاهمت راته مـعــلوم شو
شم قربان دي حوصـلې ته
تـادمـــــور حـــق ادا کـړى
درته دود ستافلسفــې ته
داولاد غم وې راخيستې
ځان دي ټول ټُکرټُکر کړ
قــــربـــاني دي لا مــثاله
ښکلي مخ دي زيرزبر کړ
کاميابي دي شوه مـلــګرې
نيک مرغي دي شوه ملګرې
افـــرين ســتــا درنـــاوي ته
سـوکـالي دي شــوه ملګرې
دا امــتـــحان وو اوتـاورکــړ.
ته کامــيــابه بـريالۍ شــوې
نوردهيـڅ شي پروا مـــه کړه
پدې لار کي مخکنۍ شوې
مــگـــــرډيــــرداسـي وگړي
وى انسان خوانسان نه وي
پـــه جـامه يــي خـتـامه شه؟
وى حيوان خو حيوان نه وي
کـنــې مــيـــنه دانــســـان خو
ژوندبخښل،ژوندورکول دي
په انــسـان کـي که دا نه وي؟
بـــيــاداړل اوبـــيــاخوړل دي
دنياوالوخوخپل زړونه په رايـخ کـړل
اوس نوبت دي رسيدلي زموږدخـپلو
موږلاهم څومره چي ظلم وي کوو يي؟
لامـــو زړه سـړيــــږي نه په غــم ځـپلو.
خداي( ج ) دي عمر اوقسمت کړي درته زخم
هيڅ غمخوار دکورنۍ دي عمرو نه شــوې
ته دى هم دغــسي تــل ناکــام ناکــام يي؟
په پالنه دخپل ښـــځـــي بـــچــو نه شوې؟
بي پروا وي بي پروا شولې بـدبـخـتــه
په ژوندون خوشي ونه ويني کم بخته
ستاسزا به دى سزا وي ته يي ګـــوره؟
نه به درد وي نه به زخم په زړه سخـته
دانسان له کرښي ووتــې حــيـــوانه
ته به څنگه بياځواب ورکړې د ځانه
دابلس لاره دي څــنـګه کړله خوښه؟
فـکــر ولــي تــاونــکـــړلو شـيطانه .
دخــداى ( ج ) قهربـه نو ولي نه اوريـږي
بدل کړي موپه خپل لاس دي ځـانــونه
داسي کارنشته چي نه دي يي موکړى.
څــنـګه پاته به پرځاي وي ايــمــانونه
دافغان په حال خالقه (ج) ورحــمــيــږى
نورته وکړې خپل کرم پرمــظــلــومانو
له ظلمونوستمونو نه يي خلاص کړې.
رحــم وکـــړې تـــه پــه حال د افغانانو
تى په قدر دانسان باندي کړې پـوه ټــول
په خپل منځ کي يودبله ســره جــوړ کــړې
بدبخـتــيو بدبينيوڅـــه يي خــلاص کړې
خواخوږي او ورورلي بآندي يي موړ کړې.
٠٨-١٠-١٣٩٢ يک شنبه کابل تهيه مسکن دښاروالۍ بلاکونه