غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58123
ډاکترخلیل الله وردک
دخبریدو نیټه : 2014-01-02

 

 نن می په زړه کښی نوی رنګ ایښی دی
 چه می آشنا په څنګ کښی څنګ ایښی دی
 چه شوم حاجی زه په دیدار د ښکلو
 دغه دیدار کښی یی ډیر خوند ایښی دی
 چه شوم داخل یی په حرام د مینی
 په لاس پیاله زنګون کښی چنګ ایښی دی
 بیا به نظر ونګړم بل پلوته
 آشنا په مینه کښی د بنګ ایښی دی
 څه خو تری ورګړه د خپل حسن ذکات
 دغه کچکول کښی چه ملنګ ایښی دی
 مه غواړه ته ورله دسر نظرانه
 د شمع مخکښی سر پتنګ ایښی دی
 عاشقان ولی هیروی په عشق کښی
 منصور ودار ته سر په ننګ ایښی دی
 وخپل مقصود ته رسیدل مشکل دی
 صدف په خوله کښی د نهنګ ایښی دی
 عاشقان واړه شول رسوا په مینه
 ځکه هجران یی مخکښی بنګ ایښی دی
 کمزوری نه یم چه عذر وکړم
 هرڅوآشنا که لوړپالنګ ایښی دی
 کله یی خوله کله یی غاړه اخلم
 دا می په یار باندی قلنګ ایښی دی
 ناروا هرڅو که آشنا دی وکړی
 خلیله تا زړه کښی کړنګ ایښی دی