واوره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58124
ایمل عشرتی امرخیل
دخبریدو نیټه : 2014-01-02


 واوره واوره ســـــــپینه واوره
 را تویږی له آســــــــــــــــمانه
 د کـــــــابل په بازارونــــــــــو
 هم کوڅو کـــــــــی هم په غرونو
««»»
هم په کلیـــــــــــــــــو هم کورنو
 هم په باغ هم په ځنــــــــــګلونو
 هم په قصرو محلــــــــــــــــونو
««»»
پــــــــــس له ډیری مودی اوری
 ته رحمت د خدای له خوا یــــــی
 ټــــول ځایونه دی تک سپین کړل
 ټول سیندونـــــه دی واورین کړل
««»»
بس همداســــــــــــــــــی ته اوریږه
 خو په پای کی بیا ویلیـــــــــــــږه
 ته خو خوښه دی هــــــــــر چا یی
 د بــــــــــــــــــــزګرو د قارغانو
 د ګیدړو د لیــــــــــــــــــــــــــوانو
««»»
بام دی دروند کړ راته ټـــــــــــــول
 اوس دی څـــــــــوک توږی په زور
 راشپیلونـــــــــــــه دی ټول مات کړل
 دا با مونه دی تناب کـــــــــــــــړل
««»»
هلکان دی کړل ټول ستــــــــــړی
 ټــــــــــول ستومان دی او رغړی
««»»
لمړی داسی یی په زور کـــــــــــ‎ی
 خـــــــــو په څرک د لمر اوبو کی
 درنده نشــــــــــــــــی ته په خلکو
 پـــه سپینـــږیرو ماشـــــومانـــــــو
««»»
ټول اوســـــــــــــیږی په خیمو کی
 درمل نشــــــته په کـــورو کـــــی
 لرګـــــــی نشـــــــته نغـــــرو کی
««»»
ټــــــــــول ځانوته دی حیــــــــران
 ناروغـــــــــــــان دی ماشــــــومان
 مینــــــــــــــدی ژاړی په فغـــــان
««»»
خدایه ته ورته پـــــــرده شــــــــی
 نــــــاروغانو ته درمل شــــــــی
 امــــــــــــــــرخیل وه دریــــــدلی
 د خـــــــــپل خلــــــکو په دی حال
 چی خـــــــــــــــــبر شه پریشـــان
 بـــــــــــــــــس همدایی له تا غوښتل
 خدایه ! وکړه رحـــــــــم په افغان

  
 کابل ۱۳۹۲کال ۹ ( مرغومی ) جدی