داسې نه دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58126
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2014-01-02

 ته يې چې خدای سره کوې محبت داسې نه دی
 مفتي دې وايي خو رښتيا حقيقت داسې نه دی
 ددغو خلکو په سرونو حکومت دې منم
 خو ګوره زړونو باندې ستا خلافت داسې نه دی
 دې رياکارو په تسبو باندې وړيا وخوړه
 دنيا د هر انسان ده خپله جنت داسې نه دی
 دا ګاونډيان ګوره شيطان ته په سجده پرېووځي
 شکر دی خدايه چې زموږه ملت داسې نه دی
 اټکه پو نه شوم چې چا کړې ته بخشش و چا ته
 د ننګ په کار کې صدقه او خيرات داسې نه دی