د محمود پــه زمــانه کې یو تاجـــر و
په غــزني کې یو بی کسه مهاجـــر و
خدای ورکــړې شتمني وه ورته ډیـره
سره او سپین ورته پراته وو ګرچاپیـره
دا تاجــــــر په یوه نجلۍ باندې شیدا شو
د هغې نجلۍ په لــــــــــــټه او سودا شو
بیا نجلۍ یی نتیجه کــــــــــې شوله یاره
په یارۍ کـــــــــــــې وه بې حده وفاداره
یوه صـــــــادقه ښکلې پیغله ښاپیرۍ وه
دنګه ونه تورې زلفې مـــــــــلا نرۍ وه
تاجـــــــــــــــر ډیره وه دنیا په دې بایللې
پـــــــــــــــه نکاح یی وه دا پیغله راګټلې
د تجار او ښکلې پیغلې ســــــــــکونت و
عـیــش عشــرت نــاز و ادا او محبت و
یــــوه ورځـــــــې تجــــار وکــــړ دا تکل
تـجــــارت پســـــــــــې وځمــه بــی تـأمل
ښکلــې ښځــې تــه یــې وویل ای دلبرې
تا به چاته وسپارم د زړګـــــــــي ســـرې
تـجـــار نــه کاوه اعتبار د چـا په کــــور
چــــرې نه شي په ناموس باندې بل اور
یــو قاضــی د دوی پــه خوا کې مقرر و
ســوچــــه ږیــره غټ ملا ډیـر معتبر و
د محمود باچا له خــوا ورته اختیار و
فــیصلــې بــه یــې کولې غټ نامدار و
تجار ښځه ده ته ورکـــــــــــــړه امانت
هـم یی ورکړ للې تحفــې مال و دولت
خپلې ښځې ته یی خرڅ پریښود بسیار
تجار ووت په سفر په بــــــــــــل دیار
تـجــار پــریږده چـې روان وي په سفر
اوس کیسه د قاضــــــی واوره سراسر
په جامـــــــــه د ملایي کې خیانت ګر و
په ظاهــــر کې و قاضي په زړه کافر و
چــــې یــې و لـیــدلــه ښـځــه د تجــار
د قاضــــــــی زړګــی ستی شو په انګار
په هماغه شپه یئ ښــځه راطلب کـــړه
په اول کې خوله ایله په ښه ادب کــړه
ورته وې ویل ای زما د زړګي ســـرې
په ښــــــایست کې د هر چا نه نامورې
په نــــــکاح سره رابــــــښلې یي تجار
اوس نو غــاړی غــړۍ راشـه په تلوار
هــــــغې ښځې ورته وویل خدای د پاره
ای قاضـــــی دا ته یي ولې خیانت کاره
زه خــــــو تا ته څښتن پریښې امانت یم
ستـــا په کورکې به زه ناسته سلامت یم
لارښـــــــــونه ده د دین تا ته مـــعلومه
دا خبــرې دې هــرګیــز نــــه قــبلــومــه
پــه زنــا بــانــدې خالــق ناراضه کـیږي
هم دا ځـمکه اسمانــونه پــری لــړزیږي
امانت کې چې خیانت کړي مؤمن نه دی
هم پــه نــزد د خلق الله کې امـین نه دی
قاضـــي وویل چــې تجــار یــي رابـښلې
اوس قـبضه کې خــو ځما یي ته راغلی
مـلاقات ځـما خــو سـتا ســره حلال دی
شروع کـړی دې په څه قسم جنجال دی
پــه کـتاب یــی اوس جــائز ځما د پــاره
هـســې ولــې کــړوې مــی خـپله یـــاره
ښځې وویل چې سوګند مې په سبحان دی
بل مــې تــا ته ای قاضي دغه بــیان دی
پــه هـیڅ شــان به درله در نکړمه ځان
چې تر څو مې روح په تن کې وي په تـوان
قاضـی ښـځــه پــه شکنجه کــې ونیوله
د وجــود نه یي ورله غـــــوښه بیلـوله
سخت زحمت او د هغې ښځې صـورت و
مقابل کــې یــي د ښځــې لـــوړ هـمت و
دغه ښــځه یي هر وخت کې راغـوښتله
خــو غـــوښتنه د قــاضـي یــی نـه منله
یـــوه ورځـې د قاضـی پـــه محلت کـــې
یوه ښـځه کـړه چا مړه په څه علت کـې
د دې ښـځــې اقربا او خـپلوان نــه وو
د پــوښتنې یي ځاړه او ځـوانان نه وو
هم قـاتل یي تعقیب نه شـو و خـوشاله
هیڅ پـــوښتنه یي ونــه شوه د احواله
مـــړی پـټ شـــو او قـاتــل یـي و ازاد
د قـاضـي په دې کــې خپــل و دا مــراد
دا صـحنه یـي کــړه پــه دې بڼـه بــدله
هغه وشوه چې قاضي کومـه غـوښتله
قاضي خلک راطلب په خپل هنــر کـړل
پــه قضیه يــي خبرداره سراسر کـــړل
دغــه مــړی د یـوې ښـځې د تجار دی
تجــار تـللی پــه سـفر په خـپله لار دی
ښځه یي پریـښې امـانت ځما په کور وه
کینــولې یـي ځمــا کـــره پــه زور وه
چــې تجــار کله ځما ځنې رخصت شو
بیا د ښځې یي خراب عادت خصلت شـو
پــټه وتــې وه دا ښځــه له دې کـــوره
نــتیجه یي اخیر دا شوه اوس یئ ګوره
فـاحشت به یي کاوه په دې بــازار کـې
ګـرځیــدله بــه بد کاره په دې ښار کې
چا پرې کړی ننګ غیرت اوس یي وژلـې
داسې لــوبې په خپل ځان باندې کــولې
تحقیقات کې راته تیر داسې بیان کـړﺉ
که وخت راغی نو همدغه به اعیان کړﺉ
خلکو وویـــــــل ډیره ښه ده ای بـــاداره
ته قـــاضــــــي یي مـــقرر پریکړو لپاره
مونږه خـلاص کړه د دې مړي د جنجاله
مونږ به هم اوسو له تا ځني خوشحالــه
تحقیقات یي مکمل په دغه څــــیر کــــړ
او تجار خوار یی په څه بلا کې ګیـر کړ
تجار راغــــی لــــه ســـفره په ارمـــان
و پــه طمع د وصـــال د خــــــپل جـانان
هم قاضــي له یـــــي راوړی ســوغاتونه
چې یي کــړي ځما د پاره خـــــدمـــتونه
د قاضــي کـور تــه تجــار ورغی وروره
اوس مــزه د کیسی دې ځای کې ده ګوره
دروازه یي کړه ټـــک ټک نوکر خبر شو
په یو دم کې دې تجار ته ته راحاضرشو
سره او سپین یي کړه تقدیم هغه قاضي ته
ســــوغاتونه یي راوړي وو مـــــوزي ته
هم یي ښځه کړه طلب چې لاړ شـي دواړه
دا عاشق او معشوقه غــــاړه په غـــــاړه
چې نوکر قـــــاضــــي له ور ووړ دا خبر
شو سوری یي دې خــبر بــــاندې ځـــیګر
قاضــــی وویل ورتـــــــه وایه میلمانه دي
چـــــــې راغـــلي نن ځما په دې خانه دي
اوس فرصـــــت د لــــــیدو نه لرمه تا ته
یو څو ورځې بـیرته وروسته راشه ماته
فــرض دا چـې مختلف وشــو چــالــونــه
دا تجــار یـــــي یــوه مـیاشت وکــړاونه
اخیر دا چـې ورته وویـــــــــل ای تجاره
ښځه ســــــتا وه چا وژلــــــې بد کــرداره
حکایت د هغه مـــــــړي ورتــه تیــر کــړ
د تجار غریب نه یي هر څه واړه هیر کــړ
چې تجار کله قاضي ځینې رخصــــت شو
له ډیر غمه په سودا او هـــــــیبت شـــــو
بیــا محمود بــاچــا لــه لاړه پــه فــریــاد
دا کیسه یي ورتــه ټــولــه کــړه پــه یــاد
باچا وغــوښته قــاضــي زیات په تلــوار
ویلــی څنــګه حقیقت دی د تجــــار
قاضی و ویــل ای بــاچــا عــالــي مقامه
دا قضیه بــه در تــه تیــره کــړم تمــامه
دې تجــار وه ښځــه مــا کــره کینــولــې
خــو هغه ښځــه لــه اصــله وه نــاولــې
هغــې ښځــې به په غلا ایله ګشتي کړه
د ځوانانو سره یي هر ځای کې مستي کړه
بله ورځــې چــا هغه کــــړله مــــرداره
دا تحقیق یي ستا په مخکې دی نامداره
چــې بــاچــا کله خــبر پــه حقیقت شــو
د تجــار غریب په برخه بیا هیبت شو
بله لار نــه د بــاچــا نــه د تجــار وه
نازل شوی یوه بلا په هغه خــوار وه
تجار لاړ پــه خپله مخــه هم قاضــي
او محمود باچا له ده شولــو راضـي
چې قاضي کله داخل شو په خپل کور
هغې ښځې ته یي ویلی مه کړه شور
اوس مې خلاصه له تجار هم له باچا کړې
نور به څــه رنګ ته ځما سره جفا کړې
پــه ټــول حــال یي هغه ښځه کړه خبر
اوس راځه چې عیش عشرت کړوشام سحر
ښځې ویلی چــې قسم په ذوالجلال دی
چــې زما اوستا هماغســی جنجال دی
یا خو ژوند به د پاکۍ او د عصمت وي
یــا پــه بــرخــه به ځما دا هلاکت وي
ای اشنا سیف الرحمن اوس یي ګوره
کیسه څنګه د قاضي شوه وایه نوره
د محمــود بــاچا عــادت و ای یــارانــو
ښه په ځیر شیء دې کیسې هوښیارانو
په بــدل لباس دشــپې بــه ګــرځیــدنه
د هر څــه نه به يي ځان ښه خبرونه
یو شپه ګوري په یو ځای کې څو یاران دي
عین حال کې«غل باچا کړي»هوښیاران دي
یــو باچا بل پکــې غــل بل یي وزیر شو
دا حکومت د غل باچا جوړ په تدبیر شو
وزیــر و ویــل ای بــاچــا زما بــاداره
د محمود په څیر به ته یي هم نامـداره
د تجــار ښځه یــي پــریښوده قاضــي ته
هیڅ یي ونه ویل محمود د هغه موزي ته
باچا غلی په یــو ځای ورته په غــوږ و
سراســر یــي اوریــدلــی دغــه زوګ و
هغه ځوان یي کړ په نښه ور نه ستون شو
خبرداره په عجیبه غوندې مضمون شو
بیا دا ځوان یي را حاضر کړ په سحر
ویلــی ژر شــه کیسه وایــه ســراسر
اوازه شوه چې فلانکی دی شاه غوښتلی
پــه څــه پیښه کــې هغه غــریب نیولی
ځــوان ویلی ای باچا ډــیر مهــربانه
که معافي ځما د سروي واوره ما نه
هغه ښځــه د قاضي کــره ژوندۍ ده
پــه زحمت او کــړاونــو کې بندۍ ده
که یو دوه ورځې د تخت وبښی ماته
هغه ښځــه بــه حــاضره کړمه تا ته
بــاچــا ویلی راځه تخت مې دربښلی
دغه سوال می ستا په سترګو دی منلی
ځوان چې کیناسته په تخت په دې تدبیر شو
او محمود باچا د هغه هلک وزیر شو
راطلب یي کــړ قاضي په سم د واره
راځه کینه ځما په خوا کې په کراره
مخبــرانــو تــه یــي ورکــړ تــربیت
هغه ښځــه راتــــه را ولﺉ سلامت
مخبران په ورښودلې لاره سر شـول
هلته ګـوري چې د ښځې نه خبر شول
ښځه راغــــله ورسره وو نــوکـران
ټاکـل شـوی چې د مخه وو مخـبران
قاضي ناست و هغه ښځه راحاضـر شوه
د پاچا مخکې ګویا نه په هنر شـوه
چــې باچا کله خبــر په حقیقت شـو
بیا قاضي په هغه ځای کې په هیبت شـو
دا قاضـي یي سم د واره کړ په دار
او هـلک یي خپل وزیر کړ په تلوار
بیا تجار ته یي تسلیم کړه هغه ښکلی
لوړه غاړه سپین غاښونه سرې منګولې
د همـت او د پـــاکــــۍ پـــه بـــــرکت
خپل خاوند ته ورتسلیم شوه روغ صورت
ای آشنا سیف الرحمانه ښه یي ګوره
د قاضـي وه اوږده ږیره تکه تــوره
په ظاهر لباس د هـیچا مه غــولـیــږه
که قاضی وی که ملا تــرینـه تیریــږه
آشنـــــــــــا وايي ای مخلــــــوقه واورئ مانه
پیژندل د انســــــــــان ګران دي ډیر بې شانه
ارواښادسیف الرحمن(اشنا)رح