نه پوهېږم څه وایمه
چا ته
چا دپاره
په فـکـر د خیرود فلاح
چې پیدا یوغوږنشوآشنا
بیا اورولګېد
دپښتون په کور ولګېد
داچيغې دا چغارې
دا پښتون د کورچغا
چې پیدا یوغېږ نشو آشنا
څوک موپه اور سوځي
څوک مو ډالر په ځورسوځي
چې وچت سرکړو
شرر دګاونډ مو وي ترشا
چې بیدارپښتون زموږ نشوآشنا
دا ګوره ناخوالې
دا پردو د سومو خاورې
پره تې پدې ورانې ویجاړې
دا روا کړې دلته چا
چې وچت یوغږنشو آشنا
چې ناست یم په سودا یم
چې روان یم په ژړا یم
چوپه خوله ګویا یم
بې کتابو بې قلمو بینوا
چې پښتون دعلم ځږنشوآشنا
ګیله وهیله وکړمه زه چاته
چې څوک پیدا نشو خواته
دبل ور خپل سر ټکوو
ژوند صبوره دا د پښتونخوا
چې زړه په سرخوږنشوآشنا