زما زخمی زما رنځور وطنه دربه شمه
لکه شهید په وینو سور وطنه د ربه شمه
له هري خوا در باندي کيږي بي ګناه وارونه
شولي په دار لکه منصور وطنه دربه شمه
ستا له هر کاڼی له هر بوټی نه لمبی جګیږی
لکه تنور په اور سور وطنه در به شمه
چی شپه او ورځ ترینه دوینو بیالی بهيږی
ستا پرهارونه شول نا صور وطنه دربه شمه
څادردي خور ده له هرغواړی خیرات د سولی
لکه ملنګ لکه فقیر وطنه د ربه شمه
زه نوریه وا خلم ستا بلا چا له نظره کړلي ؟
ځان به د ر جار کړمه ضرور وطنه د ربه شمه