چي رڼا د سباوون راپسې نه سي
ځمه مرمه، چي ژوندون راپسې نه سي
د تقدير لاره مي پرېښوده تقدير ته
ما بدلون کړی، بدلون راپسې نه سي
توري دښتي به په تورو سترګو واخلم
خدای دي وکړي چي بېلتون راپسې نه سي
راسه نن درته خيرات د ميني درکړم
چي ازار دي د پرون راپسې نه سي
زما و ستا د ورکي «ميني» په لټون کي
لېونۍ سومه جنون راپسې نه سي