هسی غرق یم ستا په مینه کی تر سره
سوچ کوم چی د وتو امکان می نشته
غرونه غرونه می پری کړی ستا لپاره
اوس د بیرته ګرځیدو ګمان می نشته
لار اوږده ده، شپه تاریکه ده زه درومم
د سفر د ختمیدو ګمان می نشته
یا به مرمه یا به ته را خپلومه
دی قسم د پریښودو ګمان می نشته
نه سویس او نه پاریس ستاځای نیوای شی
یی سرکښ د خمیدو امکان دی نشته
زه هم ستا په شان سرکښ یمه وطنه
نوزادی، د په شاتلو ګمان می نشته
کابل افغانستان: د ۱۳۹۲ د جدی ۱۹مه