جـنـګ ویــل وســولـي تـه تـه یــې زمـارقــیــب
مــه کـوه جـرګه پـرې ميږده او زما نـصـیـب
جـنـګ کـوم جګـړه کوم هـرخـوا کـومـه شخـړه
وېره کړم رامنځ ته چي هرکارسي بې ترتیب
سولي ویل جنګ ته ورک به دي په روغه کړم
تـه نـاخـوښـه بیــا نـاوړه زه سـتـایـمه حسـیب
په رښتیا که هرځای راسم ورک به سې ته هتله
وګـړي سـي خـوشالـه مــاغــواړي لـه نصیب
جنګـه پورته به کـم لاس تادي کي خـدای ورک
ښه سـولـه دي خدای راولي هـرچاته په ترتیب