خوږ وطن سپرلی سپرلی درنه شی پاتې
لکه مور او یا زړګي درنه شي پاتې
ستا به څنګه نه یادیږي راته وا یه
چې حجرې سیتار منګی درنه شي پاتې
په ولله ماشوم زړګي دې په سلګو شي
که د خپل اویا پردی درنه شي پاتې
کلیوال او خپل همزولي تل یادیږي
د خپل پلار پوله پټی درنه ښي پاتې
د بام خوب داوړي شپه د ستورو لاندې
یخ شمال نری نری در نه شي پاتې
د حفیظ ملیار غزلې پسی ژاړي
د ګدر دنګ چنارګی درنه شي پاتې