د یوه خندا پرته ده د بل غم کې
له ښایست نه لاره ورکه ده تورتم کې
ټول په دوو پښو روان ناطق حیوان وي
چې توپیر یي نشته ګام نه په قدم کې
دوو غوږونوکې ښکېل شوي ټول سرونه
ځېنو خُلو کې ژبې دوه لکه قلم کې
په یو سر کې په زرګونو شته افکار
کاشکې دا وای ټول ګلونه د بهار
د چا سترګې وي جنت د بل د پاره
د چا سر کې د دوزخ وي سور انګار
په یو سر کې په زرګونو افسانې وي
په بینا و سترګو ځي په کږه لار
د هټلر په شان قاتل ناست وي بنگلو کې
د رحمان په څېر ملنګ تورو کوټو کې
د سید جمال الدین په شان افغان
چې شو خخ د مسافرو ادیروکې
په تاریخ کې چې اتل سیاستمدار دی
حقیقت کې لوي قاتل دغه واکدار دی
هر باچا لکه ژوره ټول زبېښلي
دا ژوره بیا د خپل ملت سردار دی
استثنا ورپکې شته خو ډېره کمه
په سیاست کې لوي وژونکی لوي هوښیار دی
اډیسن ته د تاریخ څه ضرورت دی
انشتین سره یي کله یو عادت دی
دغه یو د توروشپو یو ستر دښمن دی
دغه بل د اټوم پلار ځکه اوچت دی
نابودي د هر ذیروح په یوه ان کې
کشف کړی یي همدغه شان قوت دی
چې تاریخ کله د عقل را ژوندی شو
جهالت ترېنه په منډوکې گړندی شو
د یوه هیواد انسان په یو هیواد کې
هغه یو یي پنجابی او بل سندی شو
تمدن سره دومره غټې ناروغۍ دي
چې حیران ورته هم خپل او هم پردی شو
په نړۍ کې دومره ستر دي طوفانونه
چې په نظم کې راتلای نشي نومونه
دا خواره واره افکار یوه ماشوړه ده
چې جوړ کړي یي انسان ته دي دامونه
دغه ژوند تراژیدي نه ده نو څه ده؟
د اشنا د سوال ډېر سخت دي ځوابونه