غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58385
نقیب الرحمن لکڼوال
دخبریدو نیټه : 2014-01-22

 

زموږ عمر چې تيريږي په تيارو کې
دا مو برخه نصیب شوې تقديرو کې

چې په زړه کې دې هوس د دنيا ګرځي
شيخه وخت دې خرابيږي په سجدو کې
 
(( خوشحال خان به د اورنګ لښکر ورمات وی
کاش چې وی لږ اتفاق په پښتنو کې))

ساقي اوس ېی په لیدلو نشه کيږم
خو يو وخت کې بلا نوش وم ميخانو کې
 
دا چې تا له بدو سترګو په امان کړي
یاره دومره کمال نشته سپيلنو کې
 
چې نقیب ورته دا ولې هسې ځير دی
د چا سترګې يې ليدلي دی پيالو کې؟