کرامت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58386
اسحق امانزی
دخبریدو نیټه : 2014-01-22


څوک به وښئي له ځـــانه کــــرامت

چي ښکاره کــــړي له ټوپکه ندامت

د ریا  غټي خبري هـــــرځای اورم

څرګند نشو څوک له جنګه مـــلامت

یوپربل باندي تهمت ویـــل اسان دي

په وسلـــــو به وي ویاړنه جهــــالت

د سبـا ورځي لــــه درده  بې خـــبره

هرڅه وران ناورین په غاړه سـلامت

امانزیه لاس دي پورته کــړه دعــا ته

لـــه څښتنه ځانته غـــــواړه هــــدایت

 ناروي ۱۰جنوري ۲۰۱۴