حمدشريف

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58421
امیدي
دخبریدو نیټه : 2014-01-25

 
  
ياحسيبه( ج ) ياعليمه( ج ) يارحيمه( ج ) يارحمانه( ج )
ياکريمه( ج ) ياکبيرو( ج ) ياقدوسُ( ج ) ياسبحانه( ج )
ته واحديي لا شريک يي ،لاشريک يي بي له شکه
 ياواحده( ج ) يااحده( ج ) يارازق روزي رسانه
 بل لايق او معبودنشته ته لايق دعبادت يي
 ياواجده( ج ) ياماجده( ج ) ياقادر( ج ) پرټول جهانه
 بې له تاموبل خداى( ج ) نسته ته موخداى( ج ) يي زمونږخداى( ج )
ياحکيمُ( ج ) ياعدلُ( ج ) ياولي( ج ) مشکل اسانه
 څوک بي موره څوک بي پلاره څوک بي دواړو کړل پيدا تا
.الحفيظُ( ج ) المجيبُ( ج ) الرشيدُ( ج ) شان دي شانه
 ته چي غواړي هغه کيږي ته چي نه غواړي نه کيږي
 ياقهارُ( ج ) ياصمدُ( ج ) يامالک( ج ) دکُل جهانه
 توره شپه کي تورميږى،پرډبره توره وينى
 يامقتدرُ ( ج ) يامحصيهُ ( ج )تاته هرڅه دي روښانه
 ژوندبخښې ته ژونداخلې ته داکارڅوک بي تاکوى شي؟
 يابارىُ( ج ) يامصورُ( ج ) ياغفار( ج ) شاه يي جهانه
 نيمګړتياووڅخه پاک يي له بديوڅخه پاک يي
 ياسلامُ ( ج )ياجبارُ ( ج )ياقوى ُ( ج ) پريمانه
 ستاله لوري څه رسيږي زيات تاوان وي اوکه گټه
 ياضيارُ( ج )يانافعُ ( ج )يامقيتهُ( ج ) علي شانه
 پيداکړي لومړي تايو،ته به بياهم مونږپيداکړې.
المُبدُ( ج )المعُيدُ( ج )تاته هيڅ څه نه دي ګرانه
 ته عزت اوذلت دواړه وهرچاته ورکوى شې
 المُذيلُ( ج ) المُعزُ ( ج )الشکورُ( ج ) په هرتوانه
 داينې په څيرښودلې مونږته لارتابرابره
 التوابُ( ج ) المتينُ( ج ) الفتاحُ( ج ) بي نقصانه
 چي ستاشکرپه ادا کړم هغه ژبه تاراکړې
 الروفُ( ج ) الجامعُ( ج ) العظيمُ( ج ) علم دانه
 کائينات به ټوله مړه شي ته به پاته ته به تل يي
 الحىُ( ج ) القيومُ( ج ) الباقيُ( ج ) تل زمانه
 تاحضرت يونس(ع) ژغورلى دماهي په نس کي خدايه( ج )
الموخرُ( ج ) المقدمُ( ج ) البديعُ( ج ) په ډيرشانه
 څوک کوهي کي وژغورې ته چاته اورګلي ګلزار کړې
 الودودُ( ج ) الباعثُ( ج ) الشهيدُ( ج ) نګهبانه
 څوک درياب شي درولاي داکارڅوک بي تاکوى شي
 الحکيمُ( ج ) العلىُ( ج ) الوالىُ( ج ) الحنانه( ج )
پرهرچامهرباني کړې په هرچاکړې ترحم ته
 المومينُ( ج ) المتکبيرُ( ج )الخالقُ( ج ) دجهانه
 ته مالک دټول جهان يي ته ساتوونکى ته پالوونکى
 الغفورُ( ج ) الوهابُ( ج ) الحقُ( ج ) مهربانه
 العزيز( ج )يي الظاهر( ج )يي الاول( ج ) يي الاخر( ج )يي
 المتعالُ( ج ) البرُ( ج ) الباسطُ( ج ) يک يګانه
 الهادي( ج )يي الخبيرُ( ج ) الوارث( ج ) يي الرقيبُ( ج )
دومره ډيرستارحمتونه ترحساب تېر له هرچانه
 الصبور( ج )يي الجليلُ( ج ) المجيدُ( ج ) اللطيفُ( ج )
هروعده دي ده رښتيني ته ولاړپه خپل پيمانه
 مهربان له موراوپلارمي له اووياځلي لازيات يي.
الخافضُ( ج ) الرافعُ( ج ) الوکيلُ( ج ) الحنانه( ج )
تااسمان بي له نيزوڅه سراسردى درولى
 الواسعُ( ج ) الحليمُ ( ج ) درته هرڅه دي اسانه.
تاښکلاده پيداکړې،خداي ته به څومره ښکلى.
المانعُ( ج ) المغنيُ( ج ) الغنيُ( ج ) لري توانه
 المقِسطُ( ج ) ياقابِصُ( ج ) ياباطنُ( ج ) يانورُ( ج )
له خپل قهره څه موساتي له تاهيڅ نه دي پنهانه.
تاله نوريي پيداکړې دا دنياده ذوالجلاله( ج )
شفاعت يي رانصيب کړې دنبى( ص) اخير زمانه
 المنتقِيمُ( ج ) العغوُ( ج ) السميعُ( ج ) الحميدُ( ج )
دستايني يوته وړ يي، اميدي ستاثناء خوانه

 ليکوال : ايمل اميدي