دشهید غږ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58454
پښتون درانی
دخبریدو نیټه : 2014-01-28

  
    
 مورجانې نور مې لیدی نشې سترګې مه غړوه
 په دروازه نور قدم نه ږدم مخ دې مه اړوه
 زما دناستې ځای خالي ده لاهم ګورې ورته
 زما جامې لاس نه ختا کړه نور یې مه ښکلوه
 چې به ویل دې ډیر ښایسته یې له نظره مه شې
 په دې صورت خاورې توییږي نور یې مه یادوه
 له ژړا سرې سترګې د ځارشم سوال کوم هیر مې کړه نور
 یواځې دوعا راته په کاردي هغه مه هیروه
 چې د کور غړي څومره درد لري خبریې ترینه؟
 لږ انسانیت که درکې وي په چا یې مه لوروه
 چې مشره خور دجنازې دکټ پښې نه پریږدي
 له داسې خور نه خپل تنکی ورورکی مه بیلوه
 دکشري ورور او خور غږونه یې په چغو ټپ شول
 په جنازې پسې روان خور او ورور مه زوروه
 چې دماشوم په رنځ رنځوره وي داهسې مورکۍ
 ته یې ماشوم ټوټې ټوټې کړې هغه مه کړوه
 زما دسوري ټټر لیدو سره نسکوره ده کړه
 ته به هم مور لرې ظالمه میندې مه بوروه
 درانی: کابل، دمرغومې دمیاشتې اومه