د امن ارزښت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58486
روغوال
دخبریدو نیټه : 2014-01-30

 

 یو سفر باندی بهلول شولو روان
 ورسره حاکم د وخت او غلا مان

 د بغداد ځنی بصري لره سفر کړو
 د سفر ټول و سا یل یی برابر کړو

 د بغداد ځنی روان شولو بصري ته
 ای غالمه غوږ مو ونیسۍ قیصی ته

 دغه ټول په یو کیشتۍ کښی کینا ستل
 په انجام ددی سفر نه پوهید ل

 شپه او ورځی دی کیشتۍ کړل منزلونه
 یو نا څا په پری راتاو شول طو فانونه

 لکه ټال پشان کیشتۍ سم زنګید له
 د وی په ستر ګو د مرګي صحنه لید له

 په یو د م چغي شروغ کړلي غلام
 ربه (ج) ژوند شولو زما د لته تما م

 د غلام د چغوو تنګ شولو دغه ټول
 اوس حکمت د لته وګوره د بهلول

 بهلول واخستوو باد شاه نه اجازت
 ښکته یی کړو غلام د ریاب ته په حکمت


 بیا یی را پورته کړو کیشتۍ ته د وباره
 غلام کیناسته کیشتۍ کښی کیناره

 هارون ویلي څه حکمت وه ستا دی کار کښی
 چی غلام دی غلي کیناوه کنار کښی

 بهلول ویلی ای زمونږ په سر حاکمه
 دا اسرار به اوس ختمی تاته وایمه

 چی د امن په معنا څوک نه پو هیږی
 دی غلام غوندي کیشتۍ کښی به چغیږی

 په ښکاره یی د ځان ولید هلاکت
 ورمعلوم شولو د امن خوږ نعمت

 خدایه(ج) پوه کړي دا زمونږه رهبران
 د د وی زړونه کړي نور سولي ته میلا ن

 دا به څو پوری کړیږی خوار اولس
 که ثواب وی که غذاب وی نور دی بس

 د وی د سولی تر قۍ په لور روان کړي
 جوړ د امن ښایسته کور افغانستان کړي

 د (روغوال) زړه کښی همدغه یو ارمان دی
 ځکه تږي نن د سولی هر افغان دی