غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58507
پوهنمل محمد وارث
دخبریدو نیټه : 2014-02-02

   
 نری نری باران ورېږي ځه چې کلي ته ځو
 دنګ چنارونه مې يادیږي ځه چې کلي ته ځو

 اوس دګورګرو موسم راغی څانګې ډکې شولې
 دلوړو غرو شمال لګيږي ځه چې کلي ته ځو
 په تصور کې مې انځور شوې هغه خړې کوڅې
 احساس مې نن داسې بوګنیږي ځه چې کلي ته ځو
 ځان ښايسته د نارنج ګلو نه اميل جوړوم
 په منډه دا موسم تيريږي ځه چې کلي ته ځو
 خوب مې لیدلې لوپټې د نجونو سر نه باد وړي
 ځما له زړه لمبې تاوېږي ځه چې کلي ته ځو
 دلته خو مېنه بازاري ده پرې غوليږي خلک
 هلته صادق خلک اوسيږي ځه چې کلي ته ځو
 ما ته ښکارېږي ډلې ډلې اوس چناق ماتوي
 په ګودر بيا نجونې ټولېږي ځه چې کلي ته ځو
 چې مې تکل کړې ( وارثه ) ته هم مه ستنيږه
 د سحر پرخې مې خوښیږي ځه چې کلي ته ځو